د جان هاپکنس پوهنتون د مالوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷ میلیون ۲۶ زره او ۷۳۲ تنو ته رسیدلی دی.
د ياد پوهنتون شمېرې ښيي چې تر دې مهاله ۴۰۳ زره او ۱۱۲ تنه د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي.
د کرونا ویروس له امله ډېر کسان په امریکا کې مړه شوي چې شمېره یې ۱۱۰ زره او ۵۱۴ ته رسیږي.
امریکا کې تر دې مهاله پورې یو میلیون ۹۴۲ زره او ۳۶۳ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې يې ۷۶۰ زره رغېدلي دي.
ياد ويروس اوس مهال برازيل کې په چټکۍ کې روان دی چې نږدې ۷ سوه زره کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې ۳۶ زره او ۴۵۵ تنه مړه شوي دي.
د هاپکنس پوهنتون د مالوماتو له مخې، د کرونا ویروس ۱۸۸ سیمو او هیوادونو ته خپور شوی دی.
له ياد ويروس تر دې مهاله نړۍ کې له درې اعشاريه ۴ ميليون زيات ناروغان رغېدلي هم دي.











