Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تورخم کې له باروړونکو موټرو ناقانونه پیسې اخیستل کیږي

admin by admin
2020/06/07

موتر چلوونکي وایې هغه تشې لارې چې په تورخم اوړي، ټرانسپورت او کمیسارۍ ترې زرګونه کلدارې اخلي.

یو شمېر موټر چلوونکو وایي، په ورځو ورځو يې انتطار وکړ خو بیا هم په قانوني شکل د تللو نوبت ور ونه رسېده.

خو چارواکي بیا د موتر چلوونکو تورونه ردوي او وایي پيسې یې ندي اخسیتي.

په تورخم ښارګوټي کې ولاړې سلګونه لارۍ له تورخم هاغې غاړې د اوښتو انتظار باسي.

موټرې وروسته له هغې اېسارې پاتې دي چې د پاکستان له لورې لار په یو طرفه ډول پرانېستل شوه.

اوس نیوکې دادي چې ګنې هغو موټرو ته د اوښتو اجازه ورکول کېږي چې پیسې ورکوي.

موټر چلوونکو شمشاد سره په خبرو کې ویلي چې چارواکي له دوی نه پیسې اخلي او بیا ورته د تللو اجازه ورکول کیږي.

یو تن لارۍ چلوونکی وایي: ((ټولې لارۍ ولاړې دي، ۷۰ زره ۸۰ زره ټرانسپورټ او سرحدیانو ته [سرحدي ځواکونه] ورکوي او بیا لاریو ته مستقیم په سرک د تلو اجازه ورکول کیږي.))

د تورخم کمیسارۍ چارواکي خبرو ته نه حاضرېږي خو د ټرانسپورت رییس بیا وایي چې په ناقانونه د پیسو اخیستلو مخنیوی کوي.

د ننګرهار د ټرانسپورټ رییس خان وزیر وایي: ((زه دا اطمینان درکوم، چې دغه سړی [ناقانونه پيسې اخیستونکی] هر څوک چې دی، که چیرې ماته دغه مامور په ګوته کړي، ان شاءالله میډیاو ته ټلویزیون ته به یې مخامخ ودروم او مخ به یې ور تور کړم.))

د ګمرک رییس هم په دومره شمېر کې د موټرو اېسار پاتې کېدو ته اندېښمن دی.

نصر الله صاحبزاده وایي چې ګڼه ګونه به د لارې بندېدو لامل هم شي.

صاحبزاده وایي: ((دې په خاطر چې د ټرانسپورت هغه جدي مسله چې ده، دا حل شي، او دغه ستونزه ډېره زیاته نشي، ځکه چې که د ټرانسپورت د بندېدو ستونزه زیاته شي، امکان دې ولري چې دغه نقطه بنده شي، نو بیا به نه موټر ځي او نه به راځي. نو د دې لپاره مونږ شپه او ورځ هلي ځلي کړي دي. د کمیسارۍ مدیریت ته او تورخم کې د ټرانسپورت مدیریت نه مو جدي غوښتنې کړې دي، ورسره مو کار کړی دی چې تاسو کوشش وکړئ چې د موټر نوبت مراعت کړئ.))

ننګرهار د والي دفتر هم وایي چې د یکشنبې له ماښام وروسته به د لاریو اوښتو اجازه ورکړي.

پاکستان وروسته له هغې له افغانستان سره خپلې دروازې وتړلې چې په سیمه کې د کرونا ویروس پراخېدو وېره خپره شوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist