افغانستان کې د کرونا ویروس ۶۸۴ تازه پېښې ثبت شوې.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د تازه پېښو په ثبت سره هېواد کې د کرونا ویروس پېښو شمېر ۲۲,۱۴۳ ته رسېږي.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې همداراز ۲۱ تنه مړه شوي او ۳۲۴ نور روغ شوي دي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني وايي، کرونا ویروس په هېواد کې د خپرېدو په حال کې دی او حکومت په یو لړ پلانونو په عملي کولو کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس پېښو شمېر له اوو میلیونو اوښتی دی.











