د پکتیا سیدکرم ولسوالۍ امنیه قوماندان له دریو پولیسو سره د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د سیدکرم ولسوال شریف کلیوال وایي چې تیره شپه وسله والو چینو سیمه کې پر یوه پوسته برید کړی وو چې امنیه قوماندان همایون د سرتیرو مرستې ته روان و چې پر هاموې موټر یې د ماین چاودنه وشوه.
کلیوال زیاتوي، په دغه چاودنه کې امنیه قوماندان همایون او دری پولیس وژل شوي او څلور پولیس ټپیان دي.
د مالوماتو له مخې همایون تیره ورځ ناوخته سیدکرم ولسوالۍ کې تازه دنده پیل کړې وه او د شپې ناوخته ووژل شو.











