ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې ویلي، لا هم طالبان له القاعده شبکې سره اړیکې لري او په افغانستان کې پناه ورکوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، طالبانو د ۲۰۱۹ کال په پای او د ۲۰۲۰ کال په سر کې له القاعده سره ناستې کړي او پر عملیاتي پلانونو، تمریناتو او په افغانستان کې د القاعدې غړو ته د پناه ورکولو په تړاو یې خبرې کړي دي.
راپور کې راغلي چې، د القاعده شبکې لوړپوړي مشران، د دې ډلې سلګونه جنګیالي او د نړۍ د نورو وسله والو ډلو غړي لا هم په افغانستان کې دي او له طالبانو سره اړیکي پالي.
امنیت شورا د خبرداري په توګه ویلي، د ترهګرۍ ضد هغو لاسته راړونو خوندي کول به یوه ننګونه وي چې طالبانو یې په اړه له امریکا سره هوکړه کې ژمنه کړې.
امنیت شورا ویلي، پر طالبانو هغه مهال باور کېدلی شي چې افغانستان کې بهرني وسله وال وځپي.
راپور کې دا هم د اندېښنې په توګه ویل شوي چې طالبان لا هم یو پیاوړی پوځي ځواک دی او د ۲۰۲۰ کال د جګړه ییز موسم لپاره چمتو دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.











