سترې محکمې د مشرانو جرګې د مرستیال محمد عالم ایزیدیار د زوی محمد سالم ایزیدیار پر جنازه د برید په تړاو د ۱۳ لوړپوړو پخوانیو او اوسنیو چارواکو د نیولو حکم صادر کړی دی.
ویل کیږي په دغو کسانو کې د جنرال شریف یفتلي، جنرال مراد علي مراد، جنرال ګل نبي احمدزي، جنرال حسن شاه فروغ او جنرال صادق مرادي نومونه هم شامل دي.
سالم ایزیدیار د ۱۳۹۶ کال د جوزا میاشتې په ۱۲مه د یوه لاریون په مهال هغه وخت د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو چې د زنبق څلور لارې له چاودنې وروسته یې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله د لرې کیدو غوښتنه کوله او پر ارګ د ټلوالې له پاریدلیو لاریونوالو سره ور روان و.
هغه مهال د حکومت لوړپوړو چارواکو د یادې قضیې د پلټنو غوښتنه وکړه چې ولسمشر اشرف غني هم د دې لپاره یو هیئت وټاکه.
وروسته د مشرانو جرګې مرستیال ګواښ وکړ او و یې ویل که عاملین یې و نه نیول شي خپله به یې انتقام واخلي.
د یادونې وړ ده چې د زنبق د چاودنې او د لاریون پر مهال د سالم ایزیدیار له وژنې وروسته د نوموړي په جنازه کې بیا چاودنې ۶ تنه و وژل او تر ۹۰ پورې کسان یې ټپیان کړل چې د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو لوړپوړيو چارواکو هم په جنازه کې حضور درلود.











