د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د باور فضا او زمینه سازي روانه ده.
د حکومت تر هیله مندۍ وروسته افغانان اوس د بین الافغاني خبرو پیل ته ورځې شماري.
حکومت تر راتلونکو دوو اوونیو پورې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره هیله مندي ښودلې او د طالبانو سیاسي دفتر هم مني چې د پنځه زره طالب بندیانو تر خلاصون وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي.
حکومت د طالب بندیانو د خلاصون بهیر چټک کړی او تر اوسه درې زره طالب بندیان ازاد شوي دي.
د بندیانو په خلاصون کې د دواړو غاړو لخوا خورا نرمښت د دې سبب ښکاري چې دوه اوونۍ وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي.
عبدالله عبدالله تیره ورځ وویل چې تر راتلونکو پنځلس ورځو به خبرې پیل شي او داسې ښکاري چې په دې موده کې به دوه زره نور طالبان هم له بنده آزاد شي.
د طالبانو سیاسي دفتر هم د بندیانو په تړاو وروستي اقدمات ستایلي او د پنځه زره طالب بندیانو او زرو حکومتي بندیانو تر خلاصون وروسته یې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل ویلي دي.
سهیل شاهین داسې لیکلي (( د توافقنامې مطابق زمونږ د ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون نه وروسته بین الافغاني مذاکرات شروع کیږي لکه څنګه چې په توافقنانه کې لیکل شوي دي.))
په اختر کې اوربند ورپسې د سلګونه بندیانو خلاصون او ددې لړۍ دوام سربیره د اورکم ساتل هغه مسایل دي چې راتلونکې ته مثبت پیغام دی.
د بین الافغاني خبرو په لومړیو ناستو کې به په عمومي اوربند توافق کیږي او کرار کرار په نورو ټاکل شویو موضوعاتو باندې به بحث او توافق کیږي. حکومت او طالبانو دواړو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پلاوي ټاکلي چې ممکن یادې پیلېدونکې خبرې په جرمني، قطر، ناروې او یا هم ازبکستان کې وشي خو تر اوسه په مشخص ځای توافق نه دی شوی.











