د تېر کال په پرتله سږ کال د هېواد صادراتو کې شاوخوا پنځه اتیا سلنه کموالی ر اغلی.
د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي؛ په ورځ کې تر سلو کانټیرونو پورې کرنیز محصولات پروسیس او صادارتو ته چمتو کیږي، خو د بندو لارو له امله له صادارتو پاتې دي.
په ورستیو کې د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا باندې خبرې شوي.
د سوداګرۍ خونه وايي؛ جنوبي اسیا هېوادونه د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره ستر مارکيټ دی او د پاکستان له لارې د صادراتو پیل باندې باید کار وشي.
د سوداګرۍ او پانګونې غړی خان جان الکوزی وايي اوسمهال هېواد کې هره ورځ تر سلو کانټیرونو پورې کرنیز محصولات پروسیس او صادراتو ته چمتو کيږي، خو دا چې پاکستان د افغاني توکو د صادراتو پر مخ خپلې لارې نه دي پرانیستي له صادارتو پاتې کيږي.
څه موده وړاندې سوداګرۍ او صنعت وزارت خبر ورکړی و چې له کوچني اختر ورسته پاکستان د افغاني توکو صادراتو لپاره خپلې لارې پرانیزي خو تر اوسه په دې تړاو هيڅ عملي اقدام نه دی شوی.
په ورستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د ټرانیزټي لارو، اوسپنې د پټلۍ پراختیا او د افغان سوداګرو پر توکو د سوداګریزو تعرفو پر کمېدو خبرې کړي، چې د سوداګرۍ خونه يې ملاتړ کوي.
که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونه ټرانزیت په برخه کې د پاکستان بدیل هېوادونو پېژندل کيږي خو د سوداګرۍ خونه وايي؛ د جنوبي اسیا هېوادونه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب بازارونه دي.
سوداګرۍ خونه ټینګار کوي چې پاکستان باید د صادراتو پر مخ خپلې لارې پرانیزي.











