دا د لاریونونو دویم پړاو دی چې ګڼ شمېر کسان د امریکا سترو ښارونو ته وتلي او د پولیسو ضد خپل غږ پورته کوي.
دغه لاریونونه په ځانګړې توګه د هغو پولیسو پر ضد کېږي چې د یوه تورپوستي په وژلو تورن دي.
تورپوستي لاریون کوونکي اعتراض کوي چې امریکا کې اوس هم له هغوی سره دوه ګونی چلند کیږي.
د جورج فلویډ په نوم یو تورپوستی وروسته له هغې د پولیسو په لاس په مینیسوټا کې و وژل شو چې ساه یې بند شوې وه.
رسنۍ وايي جورج فلویډ د اوه دقیقو لپاره ساه نشوه ویستلی او پولیسو ته یې د خپل ژوند ژغورنۍ زارۍ کولې.
اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر امنیتي ځواکونو غږ کړی چې د لاریونونو او نښتو د کنټرول لپاره دې له پوځ مرسته وغواړي.











