طالبانو له زندانونو خپلو تازه آزادو شویو غړو ته لارښوونه کړې چې په کور کېني.
هغه اعلامیه چې د طالبانو د بندخونو د کمېټې له ادرسه خپره شوې، په کې راغلي چې تازه ازاد شوي او ازادېدونکي طالبان دې په کور کېني.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، ناروغ طالبان دې خپله درملنه و کړي، هغوی چې زده کړې یې نیمګړې پرېښي زده کړې دې بشپړې کړي.
په خبرپاڼه کې دغو طالبانو ته دا هم ویل شوي چې له رسنیو سره دې خبرې نه کوي او عاجزي دي اختیار کړي.
له دې وړاندې داسې ګونګوسې وې چې ګنې ګڼ هغه طالبان چې له زندانونو ازاد شوي بیرته جګړې ته ستانه شوي.











