کابل کې د کرونا ویروس پروړاندې د مبارزې اضطراري کميټه د ۳۵۰ زره کورنیو د برېښنا او اوبو بیل تحویلوي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې کابل کې د هغو کورنیو د بریښنا بیل او همدارنګه د اوبو بیل چې مصرف یې تر ۱۰۰۰ افغانيو پورې وي، د کابل ولایت د کرونا پروړاندې د اضطراري کمیټې له لوري تحويليږي.
د کابل والي زیاته کړه چې ددې پریکړې پر بنسټ به ۳۵۰ کورنۍ او شاوخوا ۵۰ سلنه د بریښنا پيرودونكي د بریښنا او د اوبو د بیلونو د تحويل څخه معاف شي.
د کابل د والي په وینا، د کابل شاوخوا ۱.۵ میلیونه اوسيدونکي به د دې پریکړې پر بنسټ به د اوبو او د بریښنا د بیلونو له تحویل څخه معاف شي.
محمد یعقوب حیدري وايي چې د اضطراري کمیټې لخوا دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د کابل یو شمیر اوسیدونکو د اضطراري کمیټې او د کابل ولایت مقام څخه د بریښنا او اوبو د تادیې د معافیت غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د کرونا ویروس پیښې تر بل هر ولايت ډیرې دي.











