په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په کچه د کرونا ویروس ۶۲۵ تازه پېښې ثبت شوي چې ورسره په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۱۲ زره او ۴۵۶ ته لوړ شو.
د عامې روغتیا وزارت معین وحید مجروح وایي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او ۱۰ تنه نور بیا روغ شوي دي.
له دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۲۷ او د روغ شویو کسانو شمېر ۱۱۳۸ ته ورسیده.











