ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو وړاندې امریکایې ځواکونه له افغانستانه ووځي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، ډېر ژر به ټرمپ له امریکایې چارواکو سره له افغانستانه د ځواکونو پر وېستلو سلا مشوره وکړي .
نیویارک ټایمز لیکي، تر راتلونکې نومبر میاشتې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو غوښتنه د جګړې په ډګر کې د پوځي قومندانانو پر ارزونې پورې تړاو لري، خو کېدای شي ولسمشر ټرمپ تر ټاکنو مخکې د پوځيانو په ایستلو خپل کمپاین پیاوړی کړي.
داسې وېره هم شته چې له افغانستانه ژر وتل به له طالبانو سره د سولې د هوکړه هم زیانمنه کړي.
په دې وروستیو کې څو ځلې ټرمپ له مهالوېش مخکې له افغانستانه د ژر وتلو خبرداری ورکړی و.











