د افغان حکومت او طالبانو لخوا د درې ورځني اوربند پرېکړه له هرکلي سره مخ ده.
د اختر په مناسبت د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ درې ورځینی اوربند که څه لنډمهالی دی خو په کور دننه او بهر یې هرکلی شوی دی.
امریکا،هند، یوناما، اروپايي اتحاديې، کابل کې د امریکا سفارت او ګڼو افغانانو ددغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په همدې اړه تیره شپه ولسمشر غني او د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله سره تلفني خبرې هم کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو داسې ویلي (( درې ورځینی اوربند د سولې مذاکراتو پيل لپاره یو ښه اقدام و موږ هیله لرو چې له اختر وروسته د افغانستان دولت او طالبان جګړې ته دوام ورنکړي.))
د هند د بهرنیو چارو وزارت هم ددغې پرېکړې هرکلی کړی او تمه یې ښودلې چې دغه لنډمهالی اوربند به دایمي اوربند ته لار پرانیزي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت داسې لیکلي (( موږ هیله لرو چې دغه لنډمهالی اوربند په اوږدمالي اوربند بدل شي، کرونا سره مبارزه بریالۍ کړي او د افغانستان خلکو لپاره تل پاتې سولې او ثبات ته زمینه برابره کړي. هند د افغانستان خلکو سره د سولې، امنیت او سوکالۍ برخو کې اوږه په اوږه ولاړ دی.))
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا سفیر هم ددغې پرېکړې هرکلی او ملاتړ کړی دی.
کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن ویلي ((هیله ده دغه اوربند په افغانستان کې د دایمي اوربند پيلامه شي.موږ له ښکیلو خواوو غواړو چې له شته فرصتونو دې ګټه واخلي او د سولې خبرو پيل لپاره دې خپلمنځي مذاکرات پیل کړي.))
یوناما، اروپايي اتحادیې او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ددغه اقدام هرکلی کړی دی.
زلمي خلیل زاد له طالبانو او افغان حکومت یو وار بیا غوښتي چې فرصتونه دې له لاسه نه ورکوي او د بین لافغاني خبرو پيل لپاره دې د بندیانو خلاصون بهیر چټک کړي.











