Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د حوزو امرینو ته له دندې دګوښه کېدو خبرداری ورکړل شو

admin by admin
2020/05/23

پلازمېنه کابل کې د هدفي وژنو لړۍ پراخه شوې او اندیښنې یې زیږولې دي.

تازه د کورنیو چارو وزارت پریکړه کړې چې د کابل د حوزو هغه امرین او نور سیمه ییز مسوولین به له دندو ګوښه کړي چې په سیمو کې یې موټر سایکل سپاره بریدګر په هدفي وژنې بریالي شي.

چارواکي وايي د دولسمې حوزې یوشمېر مسولین یې په همدې موخه له دندو ګوښه کړي چې تیره ورځ موټر سایکل سپرو کسانو دیادې حوزې اړوند ساحه کې دوه پولیس په ډزو ووژل او په تېښته بریالي شول.

کورنیو چارو وزارت په ښار کې د موټر سایکل په ګرځېدو بندیز لګولی خو لا عملي شوی ندی او نه یې مخه نیول شوې ده.

دا لومړۍ پېښه نده چې په کابل ښار کې ترسره کېږي بلکې له دې وړاندې د هدفي وژنو لسګونه پېښې ثبت شوي چې د موټر سایکل سپرو لخوا ترسره شوې دی.

همدا تېره شپه هم د کابل په دولسمه حوزه کې د موټر ساېکل سپرو بریدګرو لخوا دوه تنه په ډزو وژل شوي او بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي ویلي چې له دغې پېښې وروسته یې  د د ولسمې حوزې یو شمېر مسولین له دندو ګوښه کړي او ګواښ یې کړی چې د حوزو هغه مسوولین به له دندو ګوښه کړي چې سیمو کې یې هدفي وژنې کېږي.

کورنیو چارو وزارت د موټر سایکل په تګ راتګ هم څو ځلې بندیز لګولی خو دلنډې مودې لپاره عملي شوی.

که څه هم د وزارت دغه اقدام د عامو خلکو له هرکلی سره مخ شوی خو لا پولیس ندي توانېدلي چې ښار کې د موټرسایکلو د ګرځولو مخه ونیسي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist