افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ورځ تربلې په لوړېدو دی.
هېواد کې له تېرو څو اونیو راهیسې ورځ تر بلې د کورنا مثبتو پېښو شمېر په لوړېدو دی چې تازه ۷۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د تازه پېښو ډېرېدو روغتیا وزارت هم اندېښمن کړی دی او غوښتنه کوي چې خلک دې په کور پاتې شي.
د روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروع وویل که خلک بې غورۍ ته دوام ورکړي عامې روغتیا وزارت به آن د ناروغانو د ټسټ توان هم ونه لري.
یاد وزارت لا هم راتلوونکې اونۍ سختې بولي او غوښتنه یې داده چې خلک باید په کور پاتې شي.
مجروح وویل، که خلک کرونا جدي ونه بولي د کورنۍ نږدې غړي به له لاسه ورکړي.
وحیدالله مجروح په خپلو خبرو کې یو وار بیا له خلکو وغوښتل چې اخترو کې دې له ګرځېدو او یو بل کورته له تګ راتګ ډډه وکړي او که بې غوري وشي د اختر ورځې به په غم بدلې شي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وویل چې د تازه ۷۸۲ مثبتو پېښو سره افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۹۹۹۸ ته ورسېدې.
د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تر دې مهاله د کرونا له امله ۲۱۶ تنه مړه شوي او ۱۰۴۰ تنه روغ شوي دي.











