د ولسمشر لومړي مرستیال ننګرهار کې د وروستۍ پېښې شهیدانو کورنیو سره ولیدل.
د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د کوز کونړ ولسوالۍ د وروستۍ پېښې شهيدانو کورنيو ته د فاتحې په مراسمو کې وويل، چې خپل دښمن پيژني او دسيسه جوړونکي دې د ولسونو ترمنځ شکونه نه رامنځته کوي.
نوموړي وويل، چې د ننګرهار د وروستۍ پېښې پړه په يوې او بلې وسله والې ډلې اچول کيږي، په داسې حال کې چې ټولې وسله والې ډلې يو دي او ټولې خونړۍ پېښې همدوی رامنځته کوي.
صالح وویل، چې د ننګرهار پېښه په جدي ډول څېړل کیږي او د قربانیانو له کورنیو سره به مرسته او د امنیتي ځواکونو د قربانیانو د کورنیو په څير به ور سره چلند وشي.
د ننګرهار والي په دې مراسمو کې وويل، د مخالفينو د ګڼ شمېر تخريبي کړنو مخه نيول شوې او د وروستۍ پېښې پلټنې روانې دي، چې د قانون له مخې به اجرات تر سره شي.











