Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: داعش هڅه کوي افغانستان کې فرقوي جګړه پیل کړي

admin by admin
2020/05/15

د امریکا موندنې ښيي چې د کابل او ننګرهار بریدونه داعش ډلې کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې داعش د سولې پروسې دوښمنه ډله ده او له رامنځته شوي فرصت څخه باید افغانان ګټه پورته کړي.

امریکا د وروستیو بریدونو په تړاو د حکومت ادعاء خلاف نظر خپور کړی او وروستي بریدونه یې د داعش  کار یاد کړی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي د امریکا ارزونه ښي چې بریدونه داعش کړي او دغه ډله یې د سولې دوښمنه بللې ده.

حکومت د دې بریدونو تر شاه طالبان ګرم ګڼلي او له همدې امله یې د تعرضي بریدونو امر کړی دی.

خو طالبانو یو ځل بیا د کابل او ننګرهار خونړیو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي او د لا روښانتیا لپاره یې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

خلیلزاد ویلي د دې ډلې د ماتې لپاره افغانان باید یو شي او د نباید د سولې خبرو لپاره نورې پلمې پيدا شي.

خلیلزاد داسې ویلي (( ‏داعش-خراسان همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې د یوه تړون مخالفت کوي، او هڅه کوي چې د عراق او سوریې په څیر فرقوي جګړه راپورته کړي. ‏دداعش دوام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصت پسې ورشي. نورې پلمې نشته. افغانان، او نړۍ، تر دې د ښو مستحقه دي.))

طالبانو یو ځل بیا ددې بریدونو غندنه کړې او د کابل او ننګرهار بریدونه یې جنایت او ستر وحشت یاد کړی.

طالبانو داسې ویلي  ((موږ کلکه غوښتنه کوو چې د دغو بریدونو په اړه دې په جدي او شفاف ډول بې طرفه څیړنه وشي، ترڅو د دغو سترو جنایاتو د عاملینو له تورو مخونو څخه پرده پورته او کلک حساب کتاب ورڅخه واخستل شي.))

حکومت د بریدونو تر شاه طالبان ګرم ګڼلي او ډاډ يې ښودلی چې چاته به اجازه ور نه کړي چې میندې او اولادونه یې شهیدان کړي.

له برید وروسته حکومت او طالبانو پر یو بل د بریدونو او تلفاتو اړولو ادعاووې کړې دي.

له دې بریدونو وروسته حکومت د تعرضي عملیاتو اعلان وکړ چې طالبانو همهاله پکتیا کې موټر بم برید وکړ چې ۳۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist