کندز پوهنتون کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بنسټیزې پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته چمتو شوې.
یادې پروژې چې د والي، روغتیا او د پوهنتون رییس لخوا پرانستل شوې استادانو او محصلینو ته به ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
د پروژ په پرانیست غونډه کې د یاد پوهنتون استادانو او محصلینو کرونا سره د مبارزې او محصلینو ته د انلاین زده کړو زمینې برابرېدو په تړاو خپلې طرحې والي سره شریکې کړې.
د کندوز پوهنتون رئیس دوکتور خیبر سیفي وویل کرونا سره د هر اړخیزې مبارزې په تړاو يې طرحې چمتو کړي څو په ولایتي کچه استادان هم له وبا سره د مبارزې په کمپاین کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
په غونډه کې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي کرونا سره د مبارزې او ناروغانو ته د رسېدو برخه کې د روغتیا پرسونل هڅې وستایلې.
نعیمي وویل تر دې مهاله د عامه پوهاوي، قرنطین، بې وزلو کورنیو سره مرستو او نورو بېلابیلو برخو کې کار شوی او ټینګار یې وکړ چې دا هڅې باید نورې هم ګړندۍ شي.
والي وویل هېچا ته به اجازه ورنکړي چې له خپل موقف ناوړه ګټه واخلي او یا هم د کووید ۱۹ روغتون د ډاکټرانو له ادرسه رسنیو سره ناسمې څرګندونې شریکې کړي.











