کندز کې کسبګرو او هټیوالو ته د فعالیت اجازه ورکول کېږي.
د کندز مسوولین په ګرځبندیز د محدودیتونو کمېدو او د کرونا خپرېدو مخنیوي طرحه تطبیق کوي.
دغه طرحه د والي په مشرۍ د کرونا مخنیوي کمیسیون له دیني عالمانو، د ولایتي شورا غړو او کسبګرو سره شریکه کړه.
د شورا غړو او دیني عالمانو، مسوولینو سره د ښاریانو ستونزې شریکې کړې او یاده طرحه یې اغېزمنه وبلله.
په غونډه کې د کندز ښاروال هغه طرحه شریکه کړه چې په تطبیق سره به یې په دوراني شکل د ځینو ناحیو هټیو ته د پرانیستو اجازه ورکول کېږي.
انجنیر فرید احمد فضلي وویل، د یادې طرحې په تطبیق سره به د خلکو ستونزې حل شي او هم به د کرونا خپرېدو مخنیوی شوی وي.
په غونډه کې د کندز د روغتیا رییس داکتر احسان الله فضلي د خلکو ستونزې جدي وګڼلې خو په وقایوي تدابیرو یې ټینګار وکړ.
د ولایتي شورا رییس او استازو ددې ناستې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د کوچیني اختر د رارسیدو په مناسبت سره باید د ښار قرنطین کم شي ترڅو خلک وکولای شي چې د اختر په مناسبت پیر او پلور ته په اسانه لاس رسی ولري.
دیني عالمانو او د اصنافو استازو بیا قرنطین د ولس لپاره ستونزه وګڼله او غوښتنه یې وکړه چې باید د ښار قرنطین کم شي او زیاته یې کړه چې دوی به هټیوال وهڅوي چې د توکو د پلورلو پر وخت وقایوي تدابیر عملي کړي.
کندز کې تر دې مهاله ۵۳ کسان په کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي چې له ډلې یې ۴ کسان مړه شوي او ۱۱ نور جوړ شوي دي.











