عام خلک وايي، سیاسي معاملو کې د ملي القابو او رتبو ورکول خیانت دی.
ښاریان د عبدالله عبدالله او ولسمشرغني په جوړجاړي کې د قدرت وېش ته اندېښمن دي او زیاتوي، چې تېره پنځه کلنه دوره به یو ځل بیا تکرار شي.
عام خلک اندیښنه لري، که د مارشالۍ رتبې ورکول دوام ورکړي، له وروسته به نور جنګسالاران هم د دغې رتبې غوښتنې ولري.
دوی له سیاسونو غواړي، قدرت ته د رسېدو لپاره دې پر ملي او ارزښتمنو مسایلو معاملې نه کوي.
حاجې محمد نیسم دوه کاله په نظامي برخه کې دنده ترسره کړې او د پخوانيو مجاهدینو او سیاسیونو له ټولو ګړنو او لاسته راوړنو خبر دی.
محمد نیسم له عبدالله عبدالله له لورې دوستم ته د مارشالۍ د ربتې وړاندې کول یو لوی خیانت بولي او د عبدالله عبدلله دغه کار د دوستم په غړو قدرت ته د رسېدو لپاره بولي.
د کابل ښار اوسېدونکی حاجي محمد نسیم داسې وايي (( په تېرو پنځه شپږو کلونو کې حکومت څه وکړل؟هیڅ یې هم و نشو کړای. حکومت حتا په کابل کې د ناروغانو لپاره یو روغتون هم جوړ نشو کړای. که اوس یو ځل بیا د تیر حکومت په شان نوی حکومت باندې هوکړه کیږي دا د وطن او خلکو په تاوان دی.))
یو شمېر ښاریان له عبدالله عبدالله او ولسمشر غني غواړي، چې خپلو کې دې سره جوړ شي، خو د حکومت وېش او د پخوانۍ دورې تکرار نه غواړي.
د کابل ښار اوسېدونکی اجمل بیات داسې وویل (( تیر ځل هم عامو خلکو سره ژمنې وشوې چې ستونزې به نه جوړېږي او حکومت به ټولې چارې په بریالۍ توګه مخته وړي خو هغسې و نه شول. دا ځل ملت تمه لري چې د تیر حکومت تجربې تکرار نه شي. خلک د سولې تږي دي او دوی باید د سولې لپاره جدي کار وکړي.))
ښاریان وايي، چې سیاسیون هره ورځ د دوی په برخلیک لوبې کوي او د ملت غم ورسره نشته.
د کابل ښار اوسېدونکو داسې وویل (( که موږ وغواړو یا و نه غواړو، پرېکړې د غربي هېوادونو لخوا کیږي.. څنګه چې هغوی وغواړي هماغه شان یو حکومت په افغانانو تپلی شي،،،،دا هر څه د لویدیځو هېوادونو په واک کې دي چې چاته واک ورکړي او چاته د مارشالۍ رتبه ورکړي نور باید خلک فریب و نه خوري حقیقتونه باید درک کړو.))
تمه وه، چې عبدالله عبدالله او د ولسمشر غني تر منځ د جوړجاړي هوکړه لاسلیک، خو وروسته داسې راپورنه خپاره شوي، چې ولسمشر غني عبدالله عبدالله ته په حکومت کې د پنځوس سلنه ونډې څخه انکار کړی دی.











