روغتيا وزارت وايي، تيرو څلرويشت ساعتونو کې د د درې سوه او یو شپيته کسانو د کرونا نتيجې مثبت شوي، پينځه تنه ترې مړه شوي او پينځه شپېته نور رغېدلي.
له دې سره په افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۴۰۲ تنو ته ورسېد.
کابل کې بیا په تازه پېښو کې ۱۱۷ تنو نتيجه مثبت ده چې تر نورو ولايتونو لوړه ده.
روغتیا وزارت وايي لنډو ورځو کې به له اترا ادارې سره داسې تړون وکړي چې د هر چا نتيجه ورته د مبايل له لارې لېږي.
د روغتيا وزارت معين په خبري ناسته کې وويل، ډاکټران په شته امکاناتو څلرويشت ساعته د خلکو خدمت کوي خو د هغوی د وهلو ډبلو سربېره د هغوی ټيلفونونو ته د توهین او کنځلو پيغامونه راځي.
د روغتيا وزارت معين ډاکټر وحيد الله مجروح وايي له ناچارو او بېوزلو کسانو ډېره ګيله نلري خو يو شمېر کسان چې اقتصادي وضعيت يې ښه دی او دولتي معاش اخلي بيا هم قرنطين نه مراعتوي.
خلک هم ګيله کوي چې د بېوزلو پرځای د ښار کوڅې شتمنو خلکو تودې کړي.
وزارت يو ځل بیا خبرداری ورکړ که د خلکو بې پروايي همداسې دوام وکړي نو د دې ناروغۍ د ژر پای ته رسېدل اسانه نه دي.
مجروح زیاته کړه په کومه اونۍ چې ښارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته وي د کرونا پېښې هم زیاتې ثتبېږي.











