افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر له درې نیم زرو واوښتې.
عامې روغتیا وزارت له کورنیو چارو وزارت غوښتي چې د ګرځبندیز عملي کولو کې جدي شي.
روغتیا وزارت انديښنه لري چې د کرونا ګواښ ورځ تر بلې جدي کیږي او خلک په ښارونو کې عادي ژوند او کار کوي.
د عامې روغتیا وزارت بله غوښتنه دا ده چې پولیس دې د طبي پرسونل ژوند او حقوقو خوندیتوب ته پاملرنه زیاته کړي چې په دې وروستیو کې د پایوازانو لخوا وهل ډبول کېږي.
یاد وزارت وایي، په تیرو څلرویشت ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ۱۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۹ نورې په شدید حالت کې دي.
له تازه پېښو سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمیر ۳۵۶۳ ته ورسیده.
یاد وزارت وایي، په دغه موده کې په بلخ او لوګر کې دوه کسان د کرونا له کبله مړه شوي او ۱۹ نور په سخت حالت کې دي.
دغه وزارت، له کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا وغوښتل چې خلک ګرځبندیز نه مراعاتوي او باید پولیس د ګرځبندیز په عملي کولو کې جدي شي.
د عامې روغتیا وزارت بله غوښتنه دا ده چې پولیس دې د طبي پرسونل ژوند او حقوقو خوندیتوب ته پاملرنه زیاته کړي چې په دې وروستیو کې د پایوازانو لخوا وهل ډبول کېږي.
وزارت ګیله کوي چې تر ډیره ګرځبندیز د شتمنو، سیاسیونو، دولتي کسانو او هغوی چې بیرون وتلو ته اړتیا نه لري د هماغوی لخوا نه مراعاتیږي او بیا نیوکې پر دوی کوي.











