عامې روغتیا وزارت خبرداري ورکړ که په کور پاتې نشئ ګور ته به لاړ شئ .
د روغتیا وزارت مالومات ښيي چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د کرونا وایروس ۱۹۰ پیښې ثبت شوي چې له دې سره په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېده.
له تازه پېښو پکتیا کې ۴۱؛ هرات کې ۳۰ ؛ کندز کې ۲۵ ننګرهار کې ۱۳؛ سمنګان کې ۹ همداسې په ترتیب په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي .
روغتیا وزارت اندیښنه لري چې په هیواد کې د کرونا ویروس پیښې په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دي او که خلک طبي لارښونې عملي نکړي د هیواد وضعیت به له امریکا او نورو هیوادونو بدتر شي .
روغتیا نړیوال سازمان ژمنه ښودلې چې له کرونا سره په مبارزه کې افغانستان یوازې نه پریږدي .
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رییس نجیب الله ساپي وویل چې د کرونا ویروس د تشخیص اته لابراتوارونه په بیلابیلو ولایتونو کې جوړوي .
له دې سره د یونسف ادارې د عامه پوهاوي او طبي وسایلو اخیستلو برخه کې له روغتیا وزارت سره د ۲۳میلیون ډالرو ژمنه وکړه .
په افغانستان کې د یونسیف ادارې مشر ابوبکر کابو داسې وویل (( موږ له روغتیا وزارت سره د ۲۳ میلیونه ډالره مرسته کوو چې ۳ اعشاریه ۳ میلیونه ډالر د عامه پوهاوي برخې او ۱۸ میلیونه د وسایلو په برخه کې مرسته کوو .موږ له افغان حکومت سره یوازې د پيسو مرسته کوو؛ د کرونا وایروس باید هر هیواد په خپله کنټرول کړي. ))
له دې سره د روغتیا وزارت مالومات ښيې چې په تیرو څلریشتو ساعتونو کې له دې ناروغۍ ۵ تنه مړه شوي هم دي .
روغتیا وزارت وایي ؛ څو ورځې وروسته به ناروغانو ته په ۱۲ ساعتونو کې د هغوی د مایناتو نتیجې مالوموي .











