د افغانستان زندانونو کې یو شمېر بندیان هم په کرونا اخته شوي دي.
په هیواد کې دزندانونو د تنظیم اداره وړاندې ویلي چې د کارکوونکو او زندانیانو په ګډون ۷۵ کسان په کرونا ویروس اخته دي خو تازه وايي٬ هغه مهال یې ټیستونه لیږل شوي وو او راغلي ۴۷ ټیسټونو کې لس یې په کرونا اخته دي.
دغه اداره زیاتوي چې د ۲۸ نورو زندانیانو ټیسټونه لاهم نه دي راغلي له راتګ وروسته به یې مالومات له رسنیو سره شریک کړي.
د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني هغه اندیښنې هم ردکړې چې ګواکي د پیسو په مقابل کې یو شمیر کسان خوشي کیږي.
دغه اداره زیاتوي هغو زندانیانو چې د بند موده یې پوره ده کار ورباندې شوی او په نوبت سره به خوشي کیږي.
د زندانونو د تنظیم ادارې د پلان لمخې هغه زندانیان چې خوشي کیږي ترڅو کورنیو ته یې ویروس انتقال نشي لارښوونې ورته کیږي چې څوارلس ورځې دې خپل د کورنیو غړو ته نه نیږدې کیږي او ځانونه دي قرنطین کړي.











