د پښتون غورځنګ مخکښ غړی عارف وزیر په یو وسله وال برید کې له ټپي کیدو وروسته روغتون کې مړ شو.
عارف وزیر همدا څو ورځې وړاندې د دیره اسماعیل خان له زندان راخوشې شوی و.
د پښتون غورځنګ فعالانو پر عارف وزیر برید د پاکستان ریاست او استخباراتي ادارې کار بللی دی.
پښتون غورځنګ خبرداری ورکړی چې نور به د پښتنو مشرانو ترور کیدو باندې چوپ نه پاتې کیږي او خپله مبارزه به لا چټکه کړي.
د پښتون غورځنګ د مخکښ غړي عارف وزیر ترور کیدو لر او بر کې غوغا راپورته کړې ده.
عارف وزیر چې د علي وزیر د تره زوی دی، تیرو دوه کلونو کې یې ۱۶ میاشتې زندان کې تېرې کړي دي.
هغه له همدې روژې وړاندې نیول شوی و چې د روژې په لومړیو کې د دیره اسماعیل خان له زندان خوشې شو.
له زندان د راخوشې کیدو وروسته وزیر په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و.
((زه ځکه نیول شوی وم چې ویل یې ولې افغانستان ته تللی وم، پنجابیان خبر نه دي چې افغانستان زما د پلار او نیکه کور دی، افغانستان ته به زه بیا ځم، بیا به ځم، که څوک خفه کیږي او که خوشحال کیږي.))
عارف وزیر خبر نه و چې دښمن یې نور ژوند ته نه پریږدي او افغانستان ته د بیا راتګ ارمان یې پوره نه شو.
د پښتون غورځنګ فعال او د پارلمان غړي محسن داوړ داسې لیکلي
((عارف وزیر د “ښو” ترهګرو لخوا شهید شو. د ښو ترهګرو د بادارانو پروړاندې زموږ مبارزه به روانه وي.))
پښتون غورځنګ فعالان د عارف وزیر په ترور سخت خفه او غوصه دي.
د غورځنګ اکثریت غړي باور لري چې وزیرستان کې نامالومه وسله وال د ای ایس ای له لوري تمول کیږي او د دې ادارې لپاره کار کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان حکومت غوښتي چې عارف وزیر باندې د برید څېړنې دې وشي.
(( پاکستاني چارواکي باید په سوېلي وزیرستان کې د پښتون ژرغورنې غورځنګ پر یوه غړي عارف وزیر د پروني برید په اړه خپلواکه او اغېزناکه څېړنه وکړي. له مشکوکو جنایتګرو سره باید حساب وشي.))
افغانستان کې هم د عارف وزیر په ترور کیدلو باندې سخت غبرګونونه ښودل شوي او له پاکستان ریاست غوښته شوې چې د پښتنو ترور کول دې ودروي.
عارف وزیر د سویلي وزیرستان واڼا کې د جمعې په ماسپښین په ډزو ټپي شو او د اسلام اباد یو روغتون کې یې سا ورکړه.
عارف وزیر د پښتون غورځنګ هغه فعال و چې د پاکستان د ترهګریزې تګلارې ښکاره مخالفت یې کو او پښتون قام ته یې د حقونو لپاره یې مبارزه کوله.











