د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ تر اوسه جنجالونه په خپل ځای پاته دي.
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جنجال نه دي حل شوي او خلک انتظار باسي چې په څه ډول حکومت به هوکړه کیږي او یا به راتلونکي حکومت کې د عبدالله او ټیم موقف یې څه وي.
ولسمشر غني راتلونکي حکومت کې اجرایه ریاست رد کړی، خو مقابل لوري ته یې امتیازات منلي چې د سولې چارو مدیریت دی.
عبدالله ته نیږدې کسان وايي٬ که څه هم د عبدالله له لوري د سولې د چارو مخکي وړل منل شوي خو بیا هم مقابل لوری یې په تړاو اقدام نه کوي.
سید اسحاق ګیلاني داسې وویل (( داکتر عبدالله عبدالله له هغې غوښتنې چې د ټاکنو پاېلې دې ابطال شي اوس ترې تېر شوی دی خو اوس چې دسولې بهیر مشري یې چې منلې د ولسمشر غني له لوري ورته ستونزې جوړېږي. زه وایم چې دا وخت ددې نه دی چې یو بل ته ستونزې ایجاد کړل شي ښه به دا وي چې په ګډه کار وکړي او دغه ستونزه حل کړي څو د افغانان مطمین شي چې دوی یو نظام لري.))
اسحاق ګیلاني وايي٬ په ډيرو کوچنیو ستونزو تردې مهاله د ملي مشارکتي حکومت چارې نه دي بشپړې شوي.
سید اسحاق ګیلاني وویل (( هر یو کوشش کوي چې د یو موقف د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي موږ ټول په دې باندې خفه ولې بیا هم په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او ستونزې پر ځای پرتې دي.))
د ولسي جرګې د دویم مرستیال عباس ابراهیم زاده مالومات ښيي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله ستونزې هوارې او روان جنجالونه به پای ومومي.
تیره ورځ ارګ ویلي و چې د ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ د ستونزو په حل کې د پام وړ پرمختګ شوی خو دا چې څه ډول پرمختګ شوی مالوم نه دی.











