درې میاشتو کې له ۵۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي.
د دوه زره ۲۰ کال په لومړیو درې میاشتو کې له پنځه سوو ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو درې میاشتو کې ۱۲۹۳ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۵۳۳ یې وژل شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په تازه راپور کې راغلي چې ټاکل شوې وه په مارچ میاشت کې د سولې خبرې پيل شي خو برعکس په دغه میاشت کې مرګ ژوبله ډېره وه.
راپور کې راغلي چې ، په دغه موده کې ۱۵۰ ماشومان او ۶۰ ښځې هم وژل شوي دي.
په راپور کې د ۳۹ سلنې مرګ ژوبلې پړه پر طالبانو، ۱۳ سلنه پر داعش او د ۳۲ سلنې پړه پر حکومت اچول شوې ده.
افغان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور ته په غبرګون کې د مرګ ژوبلې ارقام ټکان ورکوونکي بللي.
د ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې، طالبان او نورې وسله والې ډلې د ملکیانو د مرګ ژوبلې اصلي لامل یاد شوي او پر سمدستي سرتاسري اوربند ټینګار شوی دی.
په خبرپاڼه کې د خلکو ساتنه د حکومت اساسي لومړېتوب یاد شوی، چې په دې برخه کې ځانګړي میکانیزمونه جوړ شوي دي.
بلخوا مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم دغه راپور ته غبرګون کې د ملکي مرګ ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې، په افغانستان کې له شته بهرنیو ځواکونو غوښتل شوي، چې د افغانانو پر وړاندې خپل عملیات بند کړي او د جګړې ښکیلې لورې دې له ورور وژنې لاس واخلي.
طالبانو او داعش ډلې بیا تر اوسه د یوناما راپور په اړه خپل نظر نه دی شریک کړی.











