کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د سترو قاچاق وړونکو نومونه افشا کړل.
کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د لس سترو قاچاق وړونکو نومونه افشاء کړل چې د نیولو پلان یې لري.
کورنیو چارو وزارت هره هغه کس ته ستره جایزه ورکوي چې د یادو قاچاق وړونکو په تړاو مالومات ورکړي.
یاد وزارت د نشه یي توکو د تولید او قاچاق مخنیوي برخه کې د تیرې نږدې یوې لسیزې مالومات رسنیو سره شریک کړل چې ځان بریالی ګڼي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې مشر سید نجیب الله احمدي ددغو قاچاق وړونکو نومونه رسنیو ته ښودلي.
د مخدره موادو د سترو قاچاق وړونکو نومونه (( صمیم د فقیر شاه زوی، عزیز الدین د محمد قاسم زوی، فرید د خدای داد زوی، متین د عبدالرشید زوی، عبید الله د خیرالله زوی، نجیب الله د مجیب زوی، جمع مراد د دولت مخدوم زوی، سیدجان، توریالی او شیر عزیز )) د نشه یي توکو هغه ستر قاچاق وړونکي دي چې دوی یې د نیولو پلان لري.
کورنیو چارو وزارت په ټوله کې د نشه یي توکو د تولید او قاچاق مخنیوي برخه کې د تیرې نږدې یوې لسیزې مالومات له رسنیو سره شریک کړل چې له مخې یې دغه وزارت په خپلو چارو کې بریالی ښکاري.
دغه وزارت وایي، ځکه د نشه یي توکو تولید او د قاچاق مخه نیول شوې چې دوی شپني عملیات زیات کړي، قاچاق وړونکي نیول شوي، په ټوله کې د نشه یي موادو نرخونه ارزان شوي، بدیلې کرکیلې دود شوي، د نشه یي توکو ثابت مارکېتونه له منځه تللي او شاوخوا ۱۲ داسې نورې لارې چارې یې په پام کې لري چې باید په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه عملي شي.











