طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته په افغان ځواکونو سلګونه بریدونه کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاید فیصل، رسنیو سره په خبرو کې وویل، طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته بریدونه زیات کړي چې په دوه زره اته سوه څلورو بریدونو کې یې ۷۸۹ ملکیان وژلي دي.
فیصل، چې طالبان یې سولې ته په نه ژمنتیا تورن کړل وویل، دوی تر دې دمه ۵۵۰ طالبان خوشي کړي او ۹۵۰ به نور هم خوشې کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند تیره اونۍ خونړۍ یاده کړه او وې وویل چې د طالبانو د بریدونو پایله کې ۳۴ ملکیان وژل شوي او ۶۲ ټپیان شوي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل داسې وویل (( په تېرو یو پنځوس ورځو کې وسله والو طالبانو دهیواد په ګوټ ګوټ کې ۲۸۰۴ بریدونه کړي چې په اوسط ډول د ورځې ۵۱ بریدونه شوي دي. په دغو ټولو بریدونو کې وسله والو طالبانو ۷۸۹ ملکيان شهیدان کړي او ټپيان دي.))
جاوید فیصل، د طالبانو بریدونه د سولې په زیان وبلل او له طالبانو یې د سولې له پروسې سره د یوځای کېدا او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه.
د فیصل په خبره حکومت تردې دمه د طالبانو ۵۵۰ بندیان په اتلسو ولایتونو کې خوشي کړي او دا لړۍ به تر پنځلس سوو دوام وکړي.
د ملي امنیت شورا ویاند وایي، طالبان هم په جګړه کې خوندي نه دي، چې تیرو ۵۱ ورځو کې د طالبانو ۲۸۰۴ بریدونو ته د افغان ځواکونو په غبرګون کې ۲۷۳۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.











