نږدې یو میلیون افغان ماشومان شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
اوه سوه زره افغان ماشومان له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ دي چې بیړنۍ روغتیا ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو کې د ماشومانو څخه د ملاتړ دفتر یونیسف ویلي، افغانستان د خوړو د بحران له پلوه دریم مقام لري او په دغه هېواد کې سلګونه زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
ددغه سازمان په تازه راپور کې راغلي چې اوه سوه زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.
یونیسف ویلي، د کویډ ۱۹ له بدو اغیزو څخه ددغو ماشومانو د ساتلو لپاره باید په افغانستان کې لاس په کار شي.
د خوړو بحران په اړه د نړیوالې شبکې په راپور کې راغلي چې یمن په لومړي کانګو دویم او افغانستان بیا دریم هېواد دی چې د خوړو له بحران سره مخ کیدونکی دی.
ونزویلا، ایتوپیا، جنوبي سوډان، سوریه، نایجریا او هایتي په ترتیب څلورم تر لسم مقام لري.











