افغان حکومت باور لري چې اسلام اباد اوس هم د وسلوالو ملاتړ او هغوى ته خوندي ځايونه ورکوي.
نوي حکومت په خپل بهرني سياست کې سيمه ييز سياست پيل له پاکستان کړى هغه هېواد چې هېڅکله يې هم د کابل غږ ته جدي ارزښت نه دی ورکړی.
په پاکستان دا باور بيا بيا شوى چې ګوندې وسلوالو ډلو سره به همکاري نه کوي خو د دې تمې خلاف افغانستان کې د پاکستان لاس وهنه او جګړه روانه ده.
بهرنيو چارو وزارت ته د حنيف اتمر په راتګ سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې بيا پيل شوي خو اوس هم افغان حکومت تمه لري چې پاکستان به د وسلوالو له تمويل لاس واخلي.
د ارګ مرستيال وياند دواخان مينه پال داسې وویل (( طالبان باید پاکستان سره خپلې اړیکې تعریف کړي. ځکه پر هوکړه لیک د افغان حکومت یو انتقاد هم له همدې ځای و پاکستان هم باید تروریزم سره د مبارزې برخه کې صادقانه او عملي ګامونه واخلي. او ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي او د هغوی مرکزونه باید پاکستان کې وتړل شي.))
د کابل او اسلام اباد ترمنځ تليفوني اړيکو کې په سوله، ترانزيټ او کرونا سره په مبارزې خبرې شوي خو د تحليل کوونکو باور دا دی چې اوس افغان حکومت غواړي د امريکا په همکارۍ پاکستان سره د اړيکو په جوړولو طالبان تر فشار لاندې راولي.
د پوهنتون استاد خالد سادات داسې وايي (( زه فکر کوم د افغان حکومت او د پاکستان دولت ترمنځ روانې اړیکې او ارتباطات طالبانو سره د خبرو اترو په نوعیت باندې څرخېږي. افغان حکومت هڅه کوي تر څو د امریکا په وساطت باندې پاکستان سره یوه داسې اړیکه جوړه کړي چې تر څو په طالبانو فشار وارد شي او د سولې لپاره حاضر شي. همدا راز پاکستان په طالبانو نفوذ لري چې کولی شي د سولې مذاکراتو ته یې حاضر کړي. بله مهمه مسله دا ده چې د طالبانو نظامي اړخ ډېر د بحث وړ دی چې دوی تر ډېره د سولې په روانه پروسه کې یوازې په سیاسي برخه کې خپل پرمختګونه حسابوي خو جګړه یې نه ده کمه کړې.))
پاکستان له اوږدو کلونو را په دېخوا افغانستان کې د ستراتيژيک عمق په لټه کې دی چې کابل په کې د هند له ملګرتیا لرې وي.
تراوسه پورې افغان حکومت نه دى توانېدلى چې په سيمه کې د هېوادونو باور خپل کړي نو پاکستان سره نوې اړيکې په دې مانا تعريف کېږي چې دا هڅې د سيمه ييزې اجماع پيل شوي دي.
د تحلیل کوونکو د اټکلونو پايله داده چې پاکستان هغه وخت بدلېدونکى دی چې افغانستان کې جګړه بنده شي.











