خوست ښار کې دوه پرلپسې چاودنې وشوې.
د خوست والي ویاند طالب منګل وایي چې لومړۍ چاودنه اداري کمپلیکیس ته څیرمه جمهوریت دروازه کې د والي حلیم فدایي پر موټریز کاروان شوې چې نوموړی ترې روغ وتلی.
منګل زیاتوي چې دغه بمي چاودنه کې د والي دوه ساتونکي او دری ملکي وکړي ټپیان دي.
په ورته مهال د خوست ښار شبزي منډایي کې هم چاودنه شوې.
یوې امنیتي سرچینې شمشاد ته وویل چې چاودنه د ملي اردو پر رینجر موټر شوې او له کبله یې څلور سرتیري او یو ملکي وګړی ټپیان دي.











