Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر له زرو پورته شو

admin by admin
2020/04/20

کرونا سره د مبارزې لپاره نږدې ۷میلیارده افغانۍ ځانګړي شوي.

افغان حکومت له کرونا سره د مبارزې لپاره شپږ اشاریه اووه میلیارده افغانۍ ځانګړې کړي او ولایتونو ته یې لېږلې دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون اندیښنه لري ؛ که یادې پیسې په ولایتونو کې په شفاف ډول مصرف نشي لویه فاجعه به رامنځته کړي .

له دې سره روغتیا وزارت اعلان وکړ چې افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له زرو پورته شو.

ارګ هم تایید کړې چې د کرونا شل پېښې د جمهوري ریاست کارمندانو کې ثبت شوي دي.

افغان حکومت له کرونا سره د مبارزې لپاره شپږ اشاریه اووه میلیارده افغانۍ ځانګړې کړي او ولایتونو ته یې لیږلي دي.

اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسیون وایي ؛ په ولایتونو کې مسوول چارواکي دې له خبریالانو او مدني ټولنو سره د مصرف شوو لګښتونو په اړه مالومات شریک کړي.

له دې سره  په هیواد کې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې  ۳۰ د کرونا ویروس مثبتې پیښې شبت شوي چې ډیرې په کابل او هرات ولایتونو کې دي .

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې تیرو څلرویشتو ساعتونو کې  له دې ناروغۍ درې تنه مړه شوي او څلور نور بیا ښه شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو سره خبرو کې تایید کړې چې د جمهوري ریاست شل کارمندان هم په کرونا اخته دي، خو د روغتیا وزارت دا خبر نه تایید او نه رد کړ.

له دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پيښې ۱۰۲۶ ته لوړې شوي چې ۱۱۰ تنه یې روغتیایي پرسونل دي .

د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، افغانستان کې تر اوسه له کرونا ۳۶ کسان مړه شوي او ۱۳۵ ترې جوړ شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist