زلمي خلیلزاد ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو په پیل ټینګار کړی.
ظاهرا داسې ښکاري چې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د لازمې زمینه سازۍ هڅې پڅې روانې دي.
د هوکړې له مخې د بندیانو خلاصون او له هوکړې بهر د جګړو په شدت کې کموالی د کېدونکې ناستې په وړاندې ښکاره خنډونه دي.
زلمي خلیلزاد او هندي چارواکو د بین الافغاني خبرو په پیل او ځېنو نورو مسایلو په حل ټینګار کړی دی.
زلمي خلیلزاد داسې ویلي (( موږ دغه راز پر دې اړتیا وغږیدلو چې افغان حکومت او طالبان د بندیانو خلاصون چټک کړي، د اورکم سملاسي ملاتړ وکړي، او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. موږ د کروناوایرس د سملاسي او اوږدمهالو اغیزو په اړه هم وغږیدو.))
د حکومت غوښتنه دا ده چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د بندیانو له خلاصون پرته دې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.
خو طالبانو بیا وار له مخې ویلي تر څو چې د هوکړې له مخې پنځه زره بندیان ازاد نشي د خبرو پیل عملي موضوع نه ده.
غوښتنه دا ده چې د خبرو د پیل لپاره باید ژمنه شوي بندیان ازاد شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وایي د سولې برخه کې دوی ژمنتیا ثابته کړې او دواړه لوري باید عملي خبرې پیل کړي.
که څه هم دواړو لورو د بندیانو خلاصون لړۍ پیل کړې خو طالبان وایي د دوی د لېست له مخې نه دي خوشې شوي او حکومت بیا وایي، طالبانو یو شمېر ملکي کسان او مامورین د نظامیانو په نامه خوشې کړې دي.











