تیرو څلرویشتو ساعتونو کې هیواد کې د کرونا ویروس ۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي .
په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې په هیواد کې ۶۶ مثبتې پیښې ثبت شوي.
له دغو تازه ثبت شویو شمېر ۲۶ کابل ؛ کندهار کې ۱۵؛ بلخ ۶ ؛ کندز ۵ ؛ هرات ۵ ؛ هلمند ۴ ؛لغمان ۳؛ ننګرهار او کنړ کې یوه یوه پیښه ثبت شوې ده.
له دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۹۰۶ ته لوړ شو .
همدا راز عامې روغتیا وزارت وایي تیره ورځ له دغه ویروس ۴۵ کسان جوړ شوي هم دي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
له دې سره عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو په مکرر ډول پر خلکو غږ وکړ چې کورنو کې پاتې شي چې د کرونا ویروس پیښې راکمې شي .
له دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس پیښې ورځ تر بلې په ډیریدو دي چې ټولې مثبتې پیښې ۹۰۶ ته لوړې شوي ؛ ۹۹ تنه جوړ شوي او ۳۰ تنه مړه شوي دي .











