ارګ او سپیدار ماڼۍ د یو قوي حکومت د جوړېدو خبر ورکړی.
ارګ او سپیدارماڼۍ د اروپايي ټولنې اعلامېې ته په تازه غبرګون کې د يو قوي اوپراخ بنسټه حکومت د جوړېدو خبر ورکړى دى.
ارګ وايي د حکومت چارې په سمه توګه روانې دي او ولسمشر د قوي حکومت د جوړېدو پرسر سياسي مشرانو سره خبرې روانې کړي دي
سفېدار ماڼۍ بيا وايي چې د پراخ مشارکتي حکومت لپاره يې طرحه نهايي شوې ده.
ولسمشر غني او عبدالله عبداله ته د امريکا له هغه ګواښوونکي خبرداري وروسته چې افغانستان سره يو ملىارډ ډالر په مشروط ډول بند شول اوس اروپايي ټولنې هم د دواړو مشرانو ترمنځ دسياسي جنجالونو په دوام اندېښنه ښوولې ده.
دغه نړيواله ټولنه د جنجالونو په ژر حل ټينګار لري.
د ارګ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال دې غبرګون ته په ځواب کې وويل چې د حکومت چارې سمې روانې دي او د يو قوي حکومت پرسر خبرې دوام لري.
له دې سره جوخت سفېدار ماڼۍ هم د اروپايي ټولنې نيوکې ته په ځواب کې ويلي دي چې دوى ته د نړيوالې ټولنې اندېښنې د درک وړ دي خو د جنجال د حل لپاره د عبدالله عبدالله طرحه وروستۍ شوې ده.
خو په کور دننه چې کرونا په چټکتيا روانه ده د سياسي جنجالونو دوام اندېښنې راپورته کړي دي او باور کېږي چې امريکا او نړيواله ټولنه د فشارونو پايله کې افغانستان سره مرستې کمې کړي.
اوس ټينګار دادی چې دواړه خواوې دې قانون او د ملت وزګارتيا او روان بحران په پام کې ونيسي، دوی روان وضعیت مهندسي شوی بولي.
سياسي جنجالونو د نوي حکومت په مخکې مهم مسايل چې سوله ،حکومت جوړونه او کروناسره مبارزه ده خپل سورى غوړولى ده.











