د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې افغانستان د کرونا پرضد مبارزه کې جدي ګواښونو سره مخ دی.
د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان وايي، د افغانستان روغتیايي سکټور د څو کلنې جګړې له کبله کمزوری شوی او دا هیواد د کورونا پر ضد مبارزه کې له جدي ګواښونو سره مخ دی.
د دغه سازمان مشر جولیان رکمن وايي، کورونا ټوله نړۍ زیانمنه کړې ده، خو دوی پر افغانانو غږ کوي چې د ځان او کورنیو ساتنه وکړي او خصوصا په هغو خلکو زیات پام وکړي چې عمر یې زیات دی.
د بې پولې ډاکټرانو د سازمان مشر په افغانستان کې خلک په عادي حالت کې هم جدي مراقبت او درملنې ته اړتیا لري ځکه په دغه هیواد کې طبي پرسونل او تجهیزات خورا کم دي.
رکمن ویلي، افغانستان باید هیر نکړل شي هلته باید د کورونا د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.
دغه سازمان ویلي، په افغانستان کې یې یوه ډله د کورونا ویروس په اړه روزلې ده تر څو د عفونیت او په صحي مرکزونو کې د وایرس د مدیریت لپاره کار وکړي.
افغانستان کې تر دې مهاله ۶۶۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي، ۲۱ تنه مړه شوي او ۳۸ نور رغېدلي دي.











