د کندهار امنیه قوماندان وایي، د طالبانو له لورې خوشي شوي ۲۰ کسان ټول ملکي وګړي دي.
تادین خان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د خوشي شویو کسانو په ډله کې یوازې یو تن یې نظامي و چې هغه هم یو کال وړاندې دنده پرېښې وه.
ولایت مقام بیا ویلي چې د تازه خوشي شویو کسانو د هویت د تثبیت پروسه روانه ده او تر بشپړېدو وروسته به یې په اړه معلومات شریک شي.
تېره ورځ طالب وسله والو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي وو، چې هغه شل کسان یې خوشي کړي، چې په هلمند، کندهار، زابل او اروزګان ولایتونو کې له دوی سره د جګړې پر مهال نيول شوي وو.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته وسله والو طالبانو په لومړي ځل تېره ورځ شل کسان له خپلو زندانو ازاد کړل.
افغان حکومت هم په درې پړاوونو کې له څرخي پله او باګرام زندانونو څخه درې سوه طالب زندانیان ازاد کړي دي.
طالبانو تر اوسه د کندهار د امنیه قومندان د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.











