Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو د افغان حکومت شل تنه زندانیان خوشې کړل

admin by admin
2020/04/12

د طالبانو له لوري د افغان حکومت شل تنه خوشي شوي زندانیان سره صلیب ته په کندهار کې سپارل شوي.

افغان حکومت تر اوسه  په درېو پړاوونو کې د طالبانو درې سوه زندانیان خوشي کړي دي.

د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د بندیانو خلاصون کلي بلل کیږي هغه چې اوس دواړو لورو د زندانیانو د ازادۍ لپاره اقدامات پیل کړي.

د حکومت تر عملي اقدام وروسته طالبانو هم د شلو تنه بندیانو د خلاصون پرېکړه اعلان کړه.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین داسې ویلي (( نن به د اسلامي امارت لخوا د حکومت شل تنه بندیان له زندان څخه خوشې او د کندهار په ولایت کې به د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي))

افغان حکومت بیا تر اوسه درې سوه طالب بندیان ازاد کړي چې وروستی اقدام یې د یکشنې په ورځ د سلو نورو بندیانو خلاصون دی.

د افغانستان د بشر حقونو سازمان وایي، د بندیانو خلاصون باید سمبولیک نه وي عملا باید د خبرو د پرمختګ او د جګړې په کمښت اغیز او اوربند ته لاره خلاصه کړي.

ویل کیږي تر اوسه چې حکومت کوم بندیان خوشې کړي د هغو پنځه زره کسانو د لېست له ډلې دي چې له امریکایانو سره په دوحه کې پرې هوکړه شوې ده.

د امریکا د هوکړې له مخې حکومت باید پنځه زره طالب بندیان خوشې کړي او د حکومت په زندانونو کې لږ تر لږه پنځلس زره طالبان بندیان دي.

طالبانو بیا ویلي چې دوی د پنځه زره بندیانو په بدل کې زر تنه حکومتي کسان خوشې کوي خو کره معلومات نشته چې له طالبانو سره څومره کسان بندیان دي.

باور دا دی چې د بندیانو دوه اړخیز خلاصون د پیچلي وضعیت غوټه خلاصولی شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist