د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، د کرونا وایروس د خپریدو مخه له کرنیتن سره نسبي نیول شوې او باید کرنتین نور هم جدي شي.
عامې روغتیا وزارت باور لري، که کرنتین عملي شوی نه وای اوس به په سوونو زره تنه افغانان په دغه وایرس اخته شوي وای .
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس څلور دیرش مثبتې پیښې ثبت شوي او هرات ، کابل ، کندهار او نیمروز هغه ولایتونه دي چې د پیښو شمیر پکې زیات دی .
د عامې روغتیا وزارت د قرنطین مودې د اوږدېدو او جدي کیدو غوښتنه کوي چې په خبره یې که قرنطین تطبیق شوی نه وای اوس به پر کرونا ویروس داخته کسانو شمیر له لکونو اوښتی و چې یوه فاجعه به یې رامنځ ته کړې وه .
له خلکو غوښتنه دا ده چې د خپل او د نورو ژوند خوندي ساتلو لپاره د عامې روغتیا وزارت پرلارښوونو عمل وکړي او په کورنو کې پاتې شي .
د عامې روغتیا وزارت تازه ارقام ښیي چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا وایرس له دیرشو زیاتې مثبتې پیښې ثبت شوي دي .
کابل کې اته پېښې ثبت شوي هرات کې هم اته پېښې ثبت شوي، کندهار کې پنځه ، نمیرو او بلخ کې څلور څلور میدان وردګو کې دوه او غور ، بادغیس او بغلان کې یوه یوه مثبته پیښه ثبت شوې چې له دې سره افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر له پنځه نیم سوو واوښت .
په کرونا ویروس له دیرشو زیات اخته کسان ښه شوي او عادي ژوند یې پیل کړی خو شاوخوا اتلس تنه مړه شوي چې اخته کسانو شمیر ته په کتو په افغانستان کې یې د مړینې کچه له څلورنیم سلنې پورته ښودل شوې ده.











