په ننګرهار کې یو کس د ډېرې تنګدسۍ له امله ځان وژنه کړې.
ویل کېږي دغه کس کاروبار نه درلود او هم یی ژوند له اقتصادي پلوه ډېر له ستونزو سره مخ و.
د والي ویاند عطاالله خوږیانی وایي چې د جلال آباد ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې ځان وژنه کړې ده.
خوږیاڼی وایي چې په دې تړاو څېړنې کوي چې دغه کس ولې یا څنګه ځان وژنه کړې ده .
په وروستیو کې د ښارونو ګرځبندیز سره د کمزوري اقتصاد خلکو ژوند لا سخت شوی دی.
افغان حکومت وایي چې بې وزلو سره یې د خوراکي توکو مرستې پيل کړي دي.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت ښېوې ولسوالۍ کې يوه پنځه کلنه ماشومه په مرموز ډول وژل شوې.
د ښېوې ولسوال وایي د وژل شوې ماشومې کورنۍ د دره نور ولسوالۍ اسېدونکې ده او دلته خپلوانو کره میلمانه راغلي وو.
پولیسو تراوسه په دې تړاو څوک نه دي نیولي او نه یې هم پړه پر چا اچول شوې ده .











