Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت سل نور طالب بندیان خوشې کوي

admin by admin
2020/04/09

د ملي امنیت شورا ویلي چې سل تنه نور طالب بندیان به نن پنجشنبه خوشې شي. 

تېره ورځ هم افغان حکومت سل تنه طالب بندیان له بنده خوشې کړي و.

د بندیانو پر سر د افغان حکومت او طالبانو اختلاف

د ملي امنیت شورا دفتر تیره ورځ (چهارشنبه، د وري ۲۰مه) سل طالب بندیان خوشي کړل، خو طالبانو بیا ددغو بندیانو خلاصون ندی تائید کړی.

افغان حکومت ویلي چې دوی سل تنه بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت، د بند مودې او د کرونا وېروس ګواښ ته په کتو خوشې کړي دي. افغان حکومت دا هم وایي چې دوی هغه طالب بندیان چې په لویو بریدونو کې یې لاس درلود، نه خوشې کوي.

د بلې خوا، طالبانو بیا ویلي چې د افغان حکومت له لورې له بنده ازاد شوي سل تنه بندیان له ټاکل شوې پروسې سره سم نه دي خوشې شوي او دوی خپل پلاوی بیرته ستون کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده وړاندې خپل درې کسیز پلاوی د بندیانو د خلاصون لپاره کابل ته استولی وه. خو طالبانو ورسته له هغې چې د بندیانو په تړاو مذاکرات یې له افغان حکومت سره کومې پایلې ته ونه رسیدل، خپل پلاوی بیرته ستون او افغان حکومت یې د پلمو په جوړولو تورن کړ.

خو افغان حکومت بیا د طالبانو دا ادعا رد کړه او وې ویل چې طالبان د هغو ۱۵ تنو د خوشي کیدو غوښتونکې دي چې په لویو بریدونو کې لاس درلود.

امریکا هم په کراتو په افغان حکومت غږ کړی چې طالب بندیان دې د شوې هوکړې پر بنسټ خوشي شي، خو افغان حکومت بیا د طالب بندیانو خلاصون اوربند یا هم د تاوتریخوالي کموالي پورې مشروط کړی.

په ورته وخت کې، د افغان حکومت په وینا، نن به هم ۱۰۰ تنه طالب بندیان له بنده ازاد شي.

خو لا تر دې دمه معلومه نده چې طالبان به ددغو سلو نور بندیانو خوشي کیدل تائید کړي او کنه؟

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist