افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو شمېر ۴۸۴ ته پورته شو.
د عامې روغتیا وزارت لیکلي، د نویو څلویښتو پېښو په ثبت سره هېواد کې د کرونا پر ناروغۍ د اخته کسانو شمیرڅلور سوه څلور اتیاو ته پورته شو.
په تازه ثبت شویو پېښو کې لس کابل او نهه کندهار کې دي
د عامې ورغتیا وزارت وزیر فیروزالدین فیروز نن (پنجشنبه، د وري ۲۱مه) یوې خبرې ناسته ته وویل چې افغانستان یو میلیون محافظتي کیټونو او ۵۴ میلیون لیتر ایتانول ته اړتیا لري چې له بهر څخه یې راواردول ناممکن دي.
فیروزالدین فیروز همدارنګه زیاته کړه چې د روغتیا وزارت ۱۰۰ جوړې محافظتي کیټونه له بهره هیواد ته وارد کړي خو دا شمېر بسنه نکوي او باید د کور دننه تولید شي.
د روغتیا وزیر همداراز وویل چې دغه وزارت په دې هڅه کې ده ترڅو یوه تولیدي فابریکه چې په نړیوالو معیارونو سمباله وي جوړه کړي.
فیروزالدین فیروز په وینا، دا تولیدي فابریکه به د ورځي ۱۰ زره چپنې او ماسکونه تولید کړي.
دا په داسې حال کې ده چې روغتیایي چارواکو په هرات کې د روغتیایي وسایلو د نشتون له وجهې د کرونا ویروس ټیسټونه درولي دي.
په ورته وخت کې، په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر هم ۴۸۴ کسانو ته رسیدلی دی او ۱۵ نور بیا له دغه ویروس څخه مړه شوي هم دي.











