افغانستان کې د کورونا مثبتو پېښو شمېر تر دې دمه ۳۶۷ ته رسېدلی او د زیاتېدو امکان یې ډېر دی.
د افغاسنتان د عامې روغتیا وزارت وایي، له هرات وروسته ډیرې پېښې د کابل په لودیځه څنډه کې ثبت شوي چې باید هلته له ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وشي او د ډاکترانو سپارښتنې جدي عملي شي.
دغه وزارت وایي، که وضعیت نور هم خراب شي، نو محدودیتونه به لا جدي کړي او د نورو هېوادونو په څېر به جدي قرنطین اعلان کړي.
عامې روغتیا وزارت له خلکو همکاري غواړي او غوښتنه یې کړې چې خلک دې د روغتیا پالانو سپارښتنې جدي عملي کړي.
افغانستان کې کرونا ویروس د یو ډاکتر ژوند هم و اخیسته داکتر حنیف الله یو له هغو داکترانو و چې پر کرونا د اخته مریضانو درملنه به یې کوله.
داکتر حنیف الله په کابل کې په کرونا ویروس اخته شوی و چې نن یې په روغتون کې ساه ورکړه.
روغتیا پالان چې کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې واقع دي په هرات ولایت کې هم شپږ داکتران او لس نور روغتیايي کارکوونکي په یاد ویرویس اخته شوي دي.
افغانستان کې دا مهال د کرونا ناروغۍ ۳۶۷ مثبتې پېښې ثبت شوي لس تنه مړه شوي او نږدې شل تنه رغېدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وایي، افغانستان کې د ښځو په نسبت نارینه زیات په دغه ویروس اخته شوي دي.
مایار وایي، هڅه کوي چې د کورونا ویروس د تشخیص مرکزونه زیات کړي، څو په وخت مالومات ترلاسه کړي او د ویروس خپرېدو مخنیوی وکړي.











