ولسمشر غني د سیاسي مشرانو په غوښتنه چې د جنجال د حل منځګړتوب کوي، ګمارنې تر پنځو ورځو ځنډولي دي.
د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي، هیواد د سیاسي مشرانو په غوښتنه، د افغانستان جمهور رییس هدایت ورکړ چې د کابینې د نویو غړو ګومارنه تر پنځو ورځو ودرېږي، څو د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ډېر فرصت رامنځته شي.
یو شمیر افغان سیاسونو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ولسمشر غني غوښتي چې ګمارنې بندې کړي.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې هېواد کې روان وضعیت د حل لپاره د ټولو لوریو لخوا هڅې دوام لري.
په اعلامیه کې راغلي ددغو هڅو او مطلوبې پایلې ته د رسیدو لپاره زموږ وړاندیز دادی چې ولسمشر غنی د یو مهال لپاره د حکومتي چارواکو ګمارنه بنده کړي.
په خپره شوې اعلامیه کې له ډاکټر عبدالله عبدالله هم غوښتنه شوې چې جوړ جاړي ته د رسیدو لپاره ټاکل شوې موده وغځوي.











