د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه پېښې په کابل،هرات، کندهار، تخار، سمنګان، پکتیا، نمروز او بلخ ولایتونو کې ثبت شوي دي.
له دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۰ ته ورسېده.
اوولس تنه رغېدلي او اته تنه مړه شوي چې د مړېنې وروستۍ پېښه نن د بدخشان په فیض اباد کې وه.
دغه کس یو څلوېښت کاله عمر درلود چې څلور ورځې مخکې یې معاینات کابل ته را لېږل شوي خو تر اوسه یې نتیجه نه ده مالومه شوې.
د کابل د والي خبرداری
د کابل والي کابلیانو ته خبرداری ورکړی، که قرنطین مراعت نه کړي جریمه به شي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي٬ د کابل بازارونو کې د تیر په پرتله ګڼه ګونه زیاته شوې او سر له نن به د پولیسو له جدي چلند سره مخ شي.
د عامې روغتیا وزارت هم کابل ښار کې له روان قرنطین راځي نه دی او له خلکو غواړي چې قرنطین مراعت کړي او کور کې کیني.











