د جوزجان قرقین ولسوالۍ کې طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو ممطبوعاتي مسوول حنيف رضايي شمشاد ته وويل، چې تېره ورځ لسګونه وسله والو د قرقين ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له ځوابي بريد سره مخ شول
د هغه په خبره د يادې جګړې پر مهال ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټبيان دي
رضايي وايي، د نښتې په مهال همدا راز د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي











