.امریکا د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د پلاوي له اعلان هرکلی وکړ
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو همداراز د بندیانو د خوشې کولو په تړاو د افغان حکومت د ژمنتیا ستاینه کړې ده.
مایک پمپيو پر افغان مشرانو غږ کړی چې د یو ټول شموله حکومت جوړولو لپاره دې هم ژمنتیا وښیي.
له دې سره طالبانو د افغان حکومت له لورې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له اعلان شوي پلاوي سره مخالفت وښود.
د طالبانو له لورې رسنیو ته په رسیدلې خبر پاڼه کې ویل شوي، یاد پلاوی د دوی د اصلي درځ او امریکا سره د شوې هوکړې خلاف دی او د ټولو خواو استازولي نه شي کولی.
طالبانو حکومته په اشارې لیکلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې باید خنډونه جوړ نه شي او یو ګروپ دې د ټول هېواد موضوع لاس کې نه اخلي.
د طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي، له یو داسې پلاوي سره خبرو ته کیني، چې د شویو توافقاتو او وضع شویو معیارونو په بنسټ تشکیل شوی وي او افغان حکومت د نورو جهتونو په څنګ کې د یو افغاني جهت په توګه ګډون کولی شي.











