د ولسمشر سترسلاکار، وحید عمر وايي، طالبان دې پلمې نه کوي او د مذاکراتو لپاره دې خپل پلاوی اعلان کړي.
عمر زیاته کړې چې د افغان حکومت له خوا اعلان شوی مذاکراتي ټیم ټول شموله دی.
د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن یکشنبه په یوې خبري ناسته کې وویل چې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم ټول شموله دی او د واحد افغانستان استازیتوب کوي.
عمر دا خبرې د طالبانو د هغې اعلامیې په غبرګون کې کړي چې ویلي یې ول د افغان حکومت له لورې اعلان شوی مذاکراتي ټيم ټول شموله نه دی او دوی ورسره خبرې نکوي.
ښاغلي عمر همداراز وویل چې په اعلان شوي ټیم باندې د جمهوریت په صف کې پوره سیاسي اجماع شته او دا ټیم د ټولو افغانانو استازیتوب کوي.
ښاغلي عمر دا هم وویل چې اعلان شوی ټیم د دینی علماوو، مدني فعالانو، ځوانانو، ښځو او د سیاسي احزابو استازو څخه جوړ شوی دی.
د ولسمشر سلاکار همدارنګه وویل چې د افغان حکومت له لورې ټول اقدامات ترسره شوي دي او اوس ددې وخت دی چې طالبان خپل ټیم اعلان کړي ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیم مذاکرت پیل شي.
ښاغلي عمر همداراز پر طالبانو غږ وکړ چې پلمې دې پریږدې او خپل مذاکراتي ټیم دې اعلان کړي.
د ولسمشر سلاکار همدارنګه وویل که چیرې د بهانو خبرې وي نو افغان حکومت هم د طالبانو په تړاو ملاحظات لري.
عمر د طالب بندیانو په اړه وویل چې د بندیانو خوشي کیدل د بین الافغاني مذاکراتو پورې مشروط دي.











